د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د ترکمنستان-اقینې رېل پټلۍ پرانیستل شوه


د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن د ترکمنستان له اته مراد څخه د افغانستان تر اقينې بندره د رېل پټلۍ رسماً افتتاح کړه.

ارګ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف نن د اقینې د لومړۍ برخې د پرانیستې مراسمو کې چې په ترکمنستان کې ترسره شول، ګډون وکړ.

د دواړو هېوادونو جمهور رئیسان نن غرمه په اورګاډي کې اقینې بندر ته راغلل او په افغانستان کې هم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ترکمنستان-اقینې د بندر پرانیسته‌یې وکړي.

اقینه بندر کې د پرانیستې د مراسمو د ترسره کولو لپاره د دواړو هېوادونو د لوړپوړو مقاماتو او سلګونه داخلي او بهرنۍ مېلمنو د ګډون تیاری نیول شوی دی.

د اقينې بندر د رېل پټلۍ د پرانیستې د مراسمو تر څنګ په دې بندر کې د افغان محصولاتو يو نندارتون هم جوړ شوی و.

افغان چارواکو ويلي چې دا پټلۍ به د اسیا پراختيايي بانک په لګښت ۳۵ کېلو متره د فارياب ولايت تر اندخوی پورې وغځول شي.

لندن مېشت د اقتصادي چارو کارپوه وحيد نوشېر ازادي راډيو سره د اقينې بندر د رېل پټلۍ د اهميت په اړه وويل چې دا پټلۍ د پنځو هېوادونو تر منځ د لاجوردو لارې د موافقې برخه ده چې له مخې به‌يې افغانستان د ترکمنستان، اذربايجان، ګرجستان او ترکيې له لارې اروپا ته لاره ومومي.

XS
SM
MD
LG