د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د هوا او چاپېریال پاک ساتنې لارې چارې


هوا د چاپېریال هغه برخه ده چې د هر ژوندي موجود لپاره لومړنی ضرورت دی، خو له بده مرغه له هوا سره غېر مسؤلانه چلند کېږي چې بیا یې له امله موږ او د ټولنې نورو غړیو ته زیان رسېږي.

د چاپېریال ساتنې د ادارې مسؤل کسان وایي چې د ژمې په رارسېدو سره د افغانستان په اکثرو لویو ښارونو کې هوا له دې امله ککړېږي چې په بخاریو او د ګرمولو په نورو وسایلو کې داسې سونګ توکي سوځوي چې د هوا د ککړتیا سبب کېږي.

داسې هم لیدل شوي چې په ځینو سیمو کې دومره دود وي چې سړی فکر کوي ښایي کوم ځای اور اخیستی وي او یا هم کله چې له بهر څخه څوک کورته ځي، لاس، پښو او جامو مو رنګ بدل کړی وي دا هغه دودنه او ګردونه دي چې په سترګو ليدل کېږي او داچې د خولې او پوزې له لارې څومره تنفس کېږي نه ښکاري.

په لویو ښارنو کې د نفوس ډېروالی او په خوا کې د خلکو بې پروایي چې بېلابېل مضر شیان سوځوي د دې لامل شوي چې د فضا ډېره برخه دود او لوګي ونیسي د چاپېریال ساتنې د ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وایي، اکثره خلک د محبوریت له مخې هغه څه سوځوي چې د ګټې پر ځای ډېر زیان ورته کوي.

یو شمېر خلک بیا له دولتي مسؤلو ادارو څخه شکایت کوي وایي چې دوی د چاپېریال ساتنې په برخه کې مناسب کار نه کوي، یوازې همدومره وایي چې سږکال به دود ډېر وي، کال ته به کم وي، یا هم دې ته ورته نورې خبرې، خلک وایي دا ډول معلومات به مو څه درد دوا کړي؟

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:52 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG