د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، په غني‌خېلو ولسوالۍ کې دوه تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او درې نور نيول شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، یاد وسله‌وال تېره شپه د صفر دوه قطعې ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

خوګياڼی وايي په نیول شویو کسانو کې د نازیانو ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال ولسوال هم شامل دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه‌دي ويلي.

XS
SM
MD
LG