د تېرو دوو کلونو پر مهال د اسلامي دولت ډلې سخت دريځو په عراق او سوريه کې لرغوني ابدات او د موزيمونو اثار لهمنځه وړي دي خو د دې لړۍ وروستۍ بېلګه د مذهبي ودانيو او هنري اثارو لهمنځه وړل دي.
لرغونپوه او پخوانی فرانسوي کاتولیک راهب فرانسوا بوسفلوګ وايي چې د عراق د موصل هنري اثار د سخت دريځو له سټراټيژيکو لومړيتوبونو څخه نهدي خو دوی ځکه دغه لرغوني اثار ماتوي چې ځان ورته ډېر ښه مسلمانان ايسي.
دی وايي، کله چې سخت دريځې يو عکس يا مجسمه ويني، دوی فکر کوي دا يې سپکاوی دی نو ځکه د دغو هنري اثارو پر ضد اقدام کوي او لهمنځه يې وړي.
فرانسوا بوسفلوګ وايي، سخت دريځي ځکه هم لرغوني مجسمې او ابدات لهمنځه وړي چې د هغو خلکو سپکاوی وکړي چې هنر او لرغوني اثار ورته مهم دي.
دی وايي، په عيسوي مذهب کې د عکسونو او مجسمو جوړول منع دي او له همدې کبله د عيسوي مذهب له راتلو ۲۰۰ کاله وروسته د عکسو جوړول پیل شول.
دی وايي، د يهودي مذهب پلويانو هم دومره ډېر عکسونه او هنري اثار نهدي جوړ کړي.
فرانسوا بوسفلوګ فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې عيسوي سخت دريځې هم د مجسمو پرضد دي ځکه وايي، دا يې په مذهب کې منع دی يا ورته د مذهب سپکاوی ښکاري.
خو دا نظر ورو-ورو د دوی له قوانینو لېري شو او د عکسونو درجه په مراتبو ده لکه اول عيسی ع بيا بي بي مريم او بیا کوچنی.
لرغونپوه فرانسوا بوسفلوګ فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې خلک بايد په دې پوه شي چې هنر د بدۍ ښکارندوی نهدی بلکه د احساساتو او يادونو سره ډېر تړاو لري.
دی وایي، همدا راز هغه هنر چې نورو خلکو ته د ازادۍ او خلاقيت سرچينه دی، اسلامي سخت دريځي نهدي ورسره اموخته.
په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو مشر ملا عمر د افغانستان په باميان کې د بودا د پنځلس سوه کاله پخوانيو مجسمو د لهمنځه وړلو امر وکړ ځکه چې دا مجسمې يې غير اسلامي ګڼلې.
په ۲۰۰۳ میلادي کال کې يونېسکو د بامیان درې لرغوني ابدات او منظرې د نړۍ د لرغونو اثارو په لېست کې ثبت کړل.
همدا راز د ۲۰۱۲میلادي کال په جون مياشت کې له القاعده سره اړوندو سخت دريځو د مالي د ټمبکټو ښار له مقبرو او مهمو ابداتو څخه ۱۴ لهمنځه یوړل.
ځينې لرغوني ابدات او مقبرې یې د پنځلسمې او شپاړسمې پيړۍ د ټمبکټو ښار د طلايي دورې اقتصادي، فکري او معنوي مرکزونه ګڼل کېدل.