د لاسرسي لېنکونه

په پکتیکا کې د کرنې ریاست له‌خوا د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو په یو شمېر بزګرانو د غنمو ۲۷۶ میتریک ټنه تخم او ۵۵۲ ټنه کیمیاوي سرې د وېش بهیر پیل شو.

د غنمو اصلاح شوی یاد تخم چې د کرنې وزارت له‌خوا ورکړل شوی، په لږه بیه بزګرانو ته وېشل کېږي.

د سې شنبې په ورځ د تخمونو د وېش د پیل په ځای کې د پکتیکا د کرنې رئيس سباوون وویل چې دوی غواړي، د اصلاح شویو تخمونو د وېش له لارې د یاد ولایت د کرنیز پیداوار کچه لوړه کړي.

دی زیاتوي،د کرنیزو محصولاتو د ښه کولو په لاره کې به د بزګرانو ستونزو او نیمګړتیاوو ته توجه وکړي.

د کرنې رئيس زیاته کړه:

"موږ د بعضو مستحقو بزګرانو سره د ۲۷۶ ټنه غنمو او ۵۵۲ ټنه سپینې سرې مرسته کوو، هڅه کوو، تر څو د کرنې په برخه کې خپل داخلي پیداوار ډېر کړو او د بزګرانو هغو ستونزو ته رسیده‌ګي وکړو چې هغوی ورسره د کروندې په کار کې لاس او ګرېوان دي."

د یادونې وړ ده، څو ورځې مخکې د پکتیکا په ګاونډ خوست کې هم بزګرانو لپاره له دې کمه اندازه د اصلاح شویو غنمو دوه ډوله تخم او سپینه کیمیاوي سره په بزګرانو وویشل شوه، که څه هم اصلاح شوي تخمونه هر کال د کرنې د ادارې له‌خوا وېشل کېږي، خو سږ کال‌يې بزګران له دې کبله ښه بولي چې دوی به‌يې په دې مناسبو شپو ورځو کې وکړي.

XS
SM
MD
LG