د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

هېواد: اته لکه افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شوي


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو او راستنو شوېو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې د سر په مطلب کې لیکلي، پاکستان به د ځینو خاصو شرایطو لرونکو افغانانو ته د اوسېدو اجازه ورکړي.

ویسا په پاکستان کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له خولې لیکلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې په ځینو مسائلو خبرې کړي دي او دوی ته ځیني وړاندیزونه لري.

ویسا وړاندې په دغه مطلب کې د ښاغلي زاخېلوال له خولې لیکلي:

دوی د پاکستان حکومت ته یوه طرحه چمتو کړې چې په هغې کې یې افغان کډوالو ته د اوږدمهاله اوسېدوغوښتنه کړې ده.

د مطلب په حواله په دغو شرایطو کې هغه کسان شامل دي چې له پاکستاني نجونو سره یې ودونه کړي دي اولادونه یې په پاکستاني پوهنتونونو کې زده‎کړې کوي او یا هم په نوموړي هېواد کې ځمکې او جایدادونه لري.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغان کډوالو په تړاو په خپل یو مطلب کې لیکلي چې اته لکه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

هېواد په خپل دغه مطلب کې د کډوالو چارو وزارت د مرستیال ډاکټرعالمي له خولې لیکلي چې نوموړي په ننګرهار کې یوې غونډې ته ویلي، د افغان راستنو شوېو کډوالو سره د مرستې په هدف یو وجهي صندوق جوړ شوی دی.

په مطلب کې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د مسؤلانو په حواله راغلي چې دوی په پاکستان کې د افغان کډوالو د نه ځورونې په هدف د نوموړي هېواد له چارواکو سره په څو ځلي غونډې کړې دي او په دې اړه له پاکستاني لوري سره یو سند هم لاسلیک شوی دی.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په اروپا کې د افغان کډوالو د ستونزې په اړه د مخکینې ولسمشر د کابینې د غړي رنګین دادفرسپینا څرګندونې راخېستې دي.

سرخط په دغه مطلب کې لیکلي، ښاغلي سپنتا په جرمني کې له میشتو افغان کډوالو غوښتي چې په هېڅ وجه بېرته خپل هېواد ته ستانه نه‎شي.

په مطلب کې د نوموړي پخواني مقام په حواله راغلي، په افغانستان کې امنیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او دا حالات دی په ښه توګه درک کولای شي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې رنګین دادفر سپنتا له المان راډیو سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضیعت او د بې کارۍ لوړ میزان ته په کتو خپلو هېوادوالو ته مشوره ورکوي چې له تېښتې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه نه‎شي.

XS
SM
MD
LG