د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

اردوغان: ترکیه اړتیا نه لري چې ضرور دې د اروپايي ټولنې غړې شي


ترکیه چې له لسېزو راهیسې اروپايي ټولنه کې د غړیتوب هیله کوي، په وروستیو کلونو کې د دغې ټولنې د یو لړ سختو شرایطو له امله یې د نورو لارو د موندلو لپاره هڅې تېزې کړي دي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله راپورونه وایي چې ویلي يې دي ترکیه دې ته اړتیا نه‎لري چې په هره بیه چې کېږي دا هېواد باید د اروپایي ټولنې غړې شي بلکې د دې پر ځای ښایي دا هېواد د شانګهای د امنیتي همکارۍ د سازمان غړی شي.

په دغه سازمان کې د چین او روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه شامل دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې ترکیه چې د ناټو غړې ده دا احتمال چې دا هېواد به د اروپایي ټولنې غړی شي اوس ډېر لېرې بریښي، د هغه هېواد چې ۱۱ کاله وړاندې یې د غړیتوب لپاره خبرې پیل کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې ترکیه چې د ناټو غړې ده
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې ترکیه چې د ناټو غړې ده

اروپایي مشرانو د ترکیې د ډیموکراسۍ او ازادیو پر سابقې انتقاد کړی او د انقرې بیا له دې کبله چې هغه یې دې هېواد ته سپکاوی بللی، مخ په زیاتېدونکې ډول غُصه زیاته شوې ده.

د ترکیې د حُریت ورځپاڼې د راپور له مخې ولسمشر رجب طیب اردغان یو شمېر هغو خبریالانو ته چې له ده سره د پاکستان او ازبکستان له سفر وروسته بېرته انقرې ته په تلونکې الوتکه کې سپاره و، ویلي دي چې ترکیه باید د ارامۍ احساس وکړي او د ده په نظر دا لازمه نه‎ده چې په هره بیه چې کېږي دا هېواد باید د اروپایي ټولنې غړی شي.

اردوغان وویل، ده دا خبره چې ولې ترکیه باید د شانګهای د هېوادونو د سازمان غړې نه‎شي، هم د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او هم د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظرباییف ته چې دواړه د شانګهای غړي دي، کړې ده.

اردوغان دغه راز ویلي چې که په دې اړه مثبت پرمختګ وشي او د ده په نظر که ترکیه د شانګهای غړې وي، دا به د دې سازمان وړتیا نوره هم زیاته کړي چې په پراخ لاس عمل وکړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې د افراطي اسلامي ډلو او له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د مخدره موادو د قاچاق په وړاندې د مبارزې په هدف په ۲۰۰۱ کال تاسیس شوی، چین، روسیه او د منځني اسیا څلور هېوادونه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان یې غړي دي.

منګولیا، هند، ایران او افغانستان په دې سازمان کې د څارونکو په توګه غړیتوب لري او لکه د بیلاروس په څېر ترکیه یې د خبرو شریکه ده.

د خبرو د شریکانو په توګه دا هېوادونه کولای شي چې د شانګهای د سازمان د وزیرانو په سطحه او هم په نورو غونډو کې برخه واخلي خو د رایي ورکولو حق نه‎لري.

د ترکیې ولسمشر تېره اوونۍ له ترکانو وغوښتل چې له اروپایي ټولنې سره د اړیکو په اړه د دې کال تر پایه صبر وکړي او راتلونکې کال به د اروپایي ټولنې د غړیتوب په اړه په هېواد کې یوه ټول‎پوښتنه یا ریفرنډم ترسره کړي.

اروپایي ټولنې له ترکیې سره د سوداګرۍ اړیکو یوه ښه لاره ځکه پرمخ نیولې چې له دې هېواده اروپا ته د کډوالو د مخینوي لپاره د انقرې مرستې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG