په پام کې ده د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون د ملي ټيم غړی زمری محمدي د نوومبر په ۲۴مه د خپل عربي سیال پر وړاندې لوبه وکړي.
زمری محمدي چې اوسمهال په سعودي عربستان کې دی ازادي راډیو ته وویل چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۵مه له خپل عربي سیال او د نوومبر په ۲۶مه د خپل اروپايي سیال پر وړاندې لوبه کوي.
زمری محمدي د نوومبر په اتلسمه کله چې ایراني سیالیې ورسره لوبې کولو ته حاضر نهشو د لوبې ګټونکی اعلان شو.
د سوک وهنې نړیوالې لوبې د عرب پانګوالو لهخوا په متحده عربي اماراتو کې د ۲۴ هېوادونو څخه د اتیا لوبغاړو په ګډون پیل شوي دي.