د لاسرسي لېنکونه

د سوریې د بشري حقونو څار سازمان چې مرکز يې په لندن کې دی وايي، لږ تر لږه ۲۷ کسان د حکومت د هوايي حملو او توپخانې ډزو له امله حلب ښار کې وژل شوي دي.

دوی وايي، دا حملې په هغو سیمو شوي چې د حکومت د مخالفینو له‎خوا کنټرولېږي.

دوه ورځې وړاندې د سوریې دولتي ځواکونو په ډزو کې د حلب ښار په ختیځ کې یو روغتون په نښه شو چې په‎کې دوه ناروغان ووژل شول.

دا روغتون اوس تړلی دی.

د ۲۰۱۲ کال له نیمايي راهیسې حلب ښار په دوو برخو وېشل شوی دی.

لوېدیځه برخه‌یې د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده او ختیځه‌یې د مخالفینو له‎خوا اداره کېږي.

د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه باندې دوه نیم لکه کسان محاصره دي.

XS
SM
MD
LG