د لاسرسي لېنکونه

زرګونه کسانو استانبول کې د یوې جنجالي لایحې پر ضد مظاهره وکړه.

د دې لایحې له مخې کوم کسان چې د کم عمره نجونو په جنسي ځورونې مجرم پېژندل شوي وي که ورسره واده وکړي پرې صادر شوي حکمونه لیرې کېږي.

لږ تر لږه درې زره کسانو پرون په دې مظاهره کې برخه اخیستې وه.

مظاهره‎چیانو شعار ورکاوو چې "(اې. کې. پي) زما له تنه خپل لاسونه لیرې کړه".

دا مظاهره وروسته له هغه وشوه چې واکمن ګوند په پارلمان کې یاده لایحه چې تېر ډسمبر تصویب شوې وه د دوهم ځل لپاره د بحث په خاطر وړاندېز کړه.

XS
SM
MD
LG