د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

هاګ محکمې د امریکا پوځ افغانستان کې په جنګي جنایت تورن کړی


په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه وايي، داسې معقول دلایل‌یې ترلاسه کړي چې ښيي امریکا په افغانستان کې د زندانیانو په شکنجه کولو سره جنګي جنایت ترسره کړی دی.

هاګ محکمې په یوه مقدماتي راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې د امریکا پوځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۱ زندانیان شکنجه کړي، بې‌رحمانه چلند یې ورسره کړی او د هغوی عزت ته‌یې په سپک نظر کتلي.

راپور زیاتوي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي. ای. اې» مأمورینو هم ۲۷ کسان شکنجه کړي خو په راپور کې یادونه شوې چې ډېری دا جرایم د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو تر منځ چې جورج بوش د امریکا ولسمشر و، پېښ شوي دي.

محکمه: د امریکا پوځ افغانستان کې لږترلږه ۶۱ زندانیان شکنجه کړي.
محکمه: د امریکا پوځ افغانستان کې لږترلږه ۶۱ زندانیان شکنجه کړي.

امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې د جوړېدو تړون نه‌دی لاسلیک کړی، خو له دې چې دا جرایم په هغو هېوادونو کې شوي چې دا تړون‌یې لاسلیک کړی، لکه افغانستان، پولنډ، لیتوانیا او رومانیا نو دا قضیه د «ICC» د صلاحیتونو په قلمرو کې شاملېږي.

په راپور کې ادعا شوې ده چې دا جرمونه انفرادي نه‌وو، بلکې له تورنو کسانو څخه د اړینو استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد د تحقیق د منل شویو لارو چارو په وسیله ترسره شوي دي.

د جرمونو نړیواله محکمه د جنګي جنایاتو، د بشري ضد جنایاتو او جینو سایډ یا د انسانانو د ډله‌ییزو وژنو په اړه د څېړنو لپاره په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات باور نه‌لري چې په دې اړه تحقیقات به په بشپړ او سم ډول ترسره شوي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت ترودو پرون وویل، امریکا کلک هوډ کړی چې د جګړې پر قوانینو عمل وکړي.

الیزابت: امریکا کلک هوډ کړی چې د جګړې پر قوانینو عمل وکړي.
الیزابت: امریکا کلک هوډ کړی چې د جګړې پر قوانینو عمل وکړي.

مېرمن ترودو زیاتوي، متحده ایالات د تحقیقاتو او حساب کتاب لپاره یو ځواکمن ملي پروګرام لري څو نړیوال قوانین په کلکه مراعات کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی به له مشکوکو تورنو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد د مصنوعي ډوبېدو طریقې او د شکنجې نورو بڼو ته چې د اوباما د ادارې پر مهال بندیز پرې لګول شوی بیا اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG