د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې وسلهوال غله زیات شوي چې له ماښام څخه وروسته د خلکو د لوټولو لپاره لارو او کوڅو ته راوځي.
د خلکو په وینا که غلو ته پیسې او د چلولو وسایط ورنهکړل شي نو د هغوی لهخوا يې د وهلو ټکولو سره-سره ژوند ته هم خطر پېښېږي.
دوی له دولته غواړي چې کندهار کې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.
دوی وايي:
"کله چې یو موټرګاټ پېرو، هغه دوی راڅخه غلا کړي کور ته ځو توفنګچه راباندې ونیسي پیسې راڅخه واخلي موټرګاټ راڅخه واخلي."
په عین وخت کې د کندهار مطبوعاتي دفتر د غلاوو د پېښو خبره مني او وايي چې پولیسیې د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک ازادي راډیو ته په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د پولیسو سره دې مرسته وکړي څو پولیس وکولای شي ټولنه کې امنیت ډاډمن او د غلاوو او نورو ورانکارو فعالیتونو مخنیوي وکړي.
ښاغلی خپلواک وايي:
"خلک باید د خپلې حوزې د امنیتي مسؤلینو سره همغږي ولري د نابلده خلکو په اړه وکیل یا امنیتي چارواکو ته اطلاع ورکړي."
کندهار ښار کې د غلا وروستۍ پېښه په چهار سو کې د پولیسو یوې پوستې ته نېږدې د زرګرۍ له یوه دوکان څخه د لسګونه کېلو ګرامه زرو غلا کول وه چې د خلکو اندېښنې يې زیاتې کړي.
وسلهوالو غلو د شپې لهخوا په خورا مهارت سره د زرو یو دوکان لوټ کړ او له سیمې وتښتېدل.
د کندهار مطبوعاتي مسؤل صمیم خپلواک وايي چې د دغې پېښې په اړه لا هم تحقیقات روان دي او ډېر ژر بهيې عاملین ونیول شي.
کندهار کې د وسلهوالو غلو د زیاتېدو خبره په داسې حال کې کېږي چې په دې ولایت په تېرو درېيو کلونو کې دغه ډول پېښې ډېرې کمې او په دې اړه د خلکو شکایتونه کم وو.
راپور: محمد صادق رښتینی