د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

دنیا: ټرمپ دې د امریکا غلطې پالیسۍ اصلاح کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ولسمشر د راتلونکو پالیسیو او د کافي سرتېرو د نشتوالي له امله په هلمند ولایت کې د جګړې د دوام په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړې دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې ډونالډ ټرمپ دې د امریکا غلطې پالیسۍ اصلاح کړي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې په افغانستان کې د تروریزم ریښې وچې شوي او اوس لازمه ده چې د دې پدیدې رېښې په پاکستان کې هم پرې شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور امریکا په پاکستان کې د تروریزم پرضد لازمه هڅه نه ده کړې او باید دې هېواد ته نور فرصت ورنه کړل شي.

دنیا لیکلي چې همدا اوس په پاکستان کې داسې کړۍ شته د تروریزم ملا تړ کوي او تروریستان د افغانستان، هند او په دې هېواد کې د نړیوالې ټولنې د حضور پر وړاندې کاروي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله تردې عنوان لاندې لیکلې چې امریکا دې خپل نا تمامه کارونه په افغانستان څنګه پای ته ورسوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور هغه څه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې ورته کم پام شوی هغه له تروریزم او د دې پدیدې له مرکزونوسره مبارزه ده.

سرمقاله لیکونکی وایي چې د تروریزم ځالې د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته بلکې له دې هېواده بهر دي او باید د له منځه وړلو لپاره یې د امریکا نوی حکومت جدي اقدامات وکړي.

هېواد:

هېواد دولتی ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د امریکا نوی حکومت به له افغانستان سره خپله همکاري زیاته کړي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې افغانستان له دې درکه ډاډه دی او په دې باور لري چې د متحده ایالاتو نوی ولسمشر ډونالډ ترمپ به د واشنګټن او کابل ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې کړي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې ټرمپ به امریکا ته بدلون ورکوي، له تروریزم سره جګړه به سخته کړي او د تروریزم ریښې به هرو مرو که په هر هېواد کې وي وباسي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې په هلمند کې د جګړې د پراختیا لامل د خیالي سرتېرو موجودیت دی.

په مطلب کې د هلمند د ولایتي شورا د رئیس کریم اتل له قوله ویل شوي چې کم سرتېري جګړه پرمخ وړي او حتی نیمایي هغه سرتېري هم په هلمند کې نشته چې په تشکیل کې موجود دي.

په مطلب کې ویل شوي چې په هلمند ولایت کې د یو دیرش زره امنیتي ځواکونو په تشکیل کې دي خو نیمایې هم موجود نه دي او د لیکوال په باور همدا علت دی چې طالبانو په دې ولایت کې پرمختګ کړی.

نسیم شفق.

XS
SM
MD
LG