د لاسرسي لېنکونه

مزارشریف کې د جرمني پر قونسلګرۍ د انتحاري حملې د وژل شویو کسانو شمېر اوو تنو ته ورسېد.

د بلخ امنیه قوماندان سیدکمال سادات نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې پنځه کسان په موټر بم چاودنه کې او دوه ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې پر موټر سايکل له سیمې تېرېدل او د امنيتي ځواکونو د خبرداري اشارو ته د بې پامۍ له کبله جرمني سرتېرو ډزې پرې وکړې.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ مرستیال عبدالرزاق قادري وايي، د قونسلګرۍ څه باندې ٢٠ کارکوونکو ته په حمله کې زيان نه‎دى اوښتی او بل ځاى لېږدول شوي دي:

"ډیپلوماټانو، میلمنو او د قونسلګرۍ غړو ته زیان نه‎دی اوښتی. موږ تېره شپه سمدستي د ناټو له خاصو ځواکونو سره یوځای دلته راورسېدو. قونسلګرۍ ته ننوتو او ټول ډیپلوماټان مو روغ رمټ بل ځای ته ولېږدول."

ښاغلی قادري وايي، د جرمني پر قونسلګرۍ حمله کې د لاس لرلو په تور يې يو کس نيولى دى.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې دا حمله وغندله. له دې مخکې ولسمشراشرف غني هم دا حمله غندلې وه.

بلخوا یو شمېر مدني فعالانو نن په کابل کې په یوه غونډه کې په کندز ولایت کې وروستۍ هوايي حملې چې په ترڅ کې یې یو شمېرملکي وګړي ووژل شول وغندلې.

اعتراض کوونکو له حکومته وغوښتل چې د کندز د ملکي خلکو د وژنې عاملینو ته ژرتر ژره سزا ورکړي.

نژدې یوه اوونۍ مخکې افغان او بهرنیو ځواکونو د کندز ښار په بُز کندهاري سیمه کې بمباري وکړه چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا ۳۱ ملکي وګړي یې ووژل. په وژل شوېو کې ماشومان او ښځې هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG