د لاسرسي لېنکونه

په سوریه کې د کُردانو په مشرۍ هغه ځواک چې د داعش ډلې د سخت دريځو وسله والو پرضد جنګېږي وايي، نېږدې ده چې د داعش ډلې د مهم مرکز رُقه د شمال زياتې سيمې محاصره کړي.

د سوریې د ډيموکراټیکو ځواکونو ویاند جهان احمد پرون وویل، د داعش-ضد ایتلافي جنګیاليو د رقې په شمال کې په دوو جبهو کې پرمختګ کړی دی.

امريکا د سوريې د ډيموکراتيک ځواک ملاتړ کوي.

د سوریې ډيموکراټيک ځواکونه چې کُرد، عرب او ترکمن جنګيالي په کې شامل دي وايي چې دېرش زره سرتیري یې له اسلامي دولت ډلې یا داعش نه په تدريجي ډول د رقه ښار د بیا نیولو لپاره عملياتو ته ژمن دي.

اخوا د عراق په موصل کې هم د عراقي کُردانو پیشمرګه جنګياليو، سني عرب قبايلو او شیعه ملیشو د اسلامي دولت ډلې یا داعش له جنګیالیو نه د موصل ښار د بېرته نيولو لپاره پراخ عمليات پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG