د لوړو زدهکړو وزارت او ملي شورا څخه راغلي لوړ پوړي پلاوي د ننګرهار ولايتي چارواکو په ملتيا د پنجشنبې په ورځ د رودات، کوټ او بټي کوټ ولسواليو په منځنۍ ساحه کې په زر جریبه ځمکه کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.
په دې مراسمو کې د ننګرهار والي محمدګلاب منګل وويل، د دې پوهنتون جوړېدل نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې هېوادونو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
ښاغلی منګل زیاتوي:
"دا پروژه به نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې په کچه یوه لویه علمي پروژه ده؛ د نړیوال اسلامي نړیوال پوهنتون چې د افغانستان لپاره،په خاص ډول د ننګرهار لپاره او که ووایم د سیمې لپاره یوه لویه اکاډمېکه موسیسه وي چې نن يې چارې عملاً پيلېږي."
د لوړو زدهکړو وزيرې فریدې مومند وويل، اوس لپاره د دې پوهنتون د احاطې د جوړېدو لپاره د وزارت له انکشافي بودجه نه څه باندې ۳۷ میلیونه افغانۍ منظور شوي او د تعمير د جوړېدو لپاره دوی په پام کې لري چې د یوه کنفرانس له لارې د اسلامي هېوادونو او مرستندويه ادارو مرستې راجلب کړي.
اغلې مومند زیاته کړه:
"کله چې ماسټر پلان نهايي شو موږ به ډونر کنفرانس راغواړو د مختلفو ډونرانو نه د دې پوهنتون سره د مرستو هیله کوو او دا اوس هم د یو شمېر اسلامي هېوادونو او مرستندویه ادارو نه مو مرستې غوښتې او له هره پلوه به د دې پوهنتون جوړښت بین المللي وي."
نوموړي وويل، د دې پوهنتون نقشه په نړیوال سټنډرد جوړه شوې او د راتلوونکو پنځلسو کلونو په موده کې به يې ټولې چارې بشپړې شي.
دغه ساحه چې اوس په کې اسلامي نړیوال پوهنتون جوړېږي ناامنه سیمه بلل کېږي دا چې د دې سیمې امنيت به څومره خوندي ساتل کېږي والي محمد ګلاب منګل وويل، نه یوازې امنيتي ځواکونه بلکې د سیمې خلکو هم ورته ډاډ ورکړی چې د دې پروژې نه به ساتنه کوي:
"دا یو اسلامي نړیوال پوهنتون دی او دا افتخار چې د دې سیمې په برخه شو زه فکر کوم د ننګرهار ټول ولس او هم زموږ امنيتي ځواکونه مکلف دي چې د دې پوهنتون امنیت خوندي کړي."
د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې دوه اسلامي نړیوال پوهنتونونه جوړ شوي چې لومړی پوهنتون په اسلاماباد کې دویم په مالیزیا کې او د درېیم ستر نړیوال اسلامي پوهنتون ویاړ به د ننګرهار وي چې د رغېدو وروسته به په کې په یو وخت لس زره محصلين زدهکړه کوي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری