د لاسرسي لېنکونه

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفیونو ترمنځ نښتو کې ملکي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، نښته نن سهار رامنځته شوې چې پکې د ګڼو وسله والو مخالفیونو د مرګ ژوبلې سربېره د ملي اردو او ملي پولیسو څلور سرتېري او درې ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د ښاغلي مصمم په خبره یو بل ملکي وګړی د وسله والو مخالفیونو له لوري د توغول شوي توغندي د لګېدو له کبله وژل شوی دی.

وسله والو مخالفیونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې نن سهار د کابل ښار د پروان سې په سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنې یو تن ټپي کړ.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې ماین د پولیسو په یوه رینجر موټر کې ځای پر ځای شوی وو.

XS
SM
MD
LG