د لاسرسي لېنکونه

افغان حکومت وایي د پراختیايي بودجې نه‌مصرف د هېواد د اقتصادې ودې او پرمختګ مخه نیسي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډيو ته وویل چې د پراختیایي بودجې پر وخت نه‌مصرف کول د ټولګټو او اقتصادي پروژو د تطبیق په برخه کې منفي اغېز کوي.

دی وايي:

"پرته له شکه ډېر زیانونه لري په هره اندازه چې بودجه مصرف شي په همغه اندازه د افغانستان د اقتصادي ودې، پراختیا او پرمختګ لامل کېږي او که بودجه مصرف نه‌شي دا څرګندوي چې نه په هغو برخو کې کار په منظمه توګه شوی او نه‌هم پرمختګ شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې له تر دې وړاندې د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي ویلي و چې سږ کال وزیران نه‌دي توانېدلي چې د خپلو وزارتونو اړوند ۶۵ فیصده پراختیایي بودجه پر خپل وخت مصرف کړي.

XS
SM
MD
LG