د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

اکانومېکس: افغان سوله لمر ته ایښودل شوي "یخي"ته ورته ده


د لندن سکول اف اکانومیکس په پوهنتون کې د جنوبي آسیا د مرکز خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب لیکلی چې عنوان یې دی د سېپټمبر د یوولسمي پېښو پنځلس کاله وروسته هم د افغانستان سوله یوه داسې یخي ته ورته ده چې لمر ته ایښودل شوی وي.

د خپرونې په لیکنه که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ختمېدو راهیسې څه ناڅه پرمختګونه شوي دي، خو وایي، که له طالبانو سره سوله ونه‎شي د دغه هېواد په سیاسي او امنیتي برخو کې به د پرمختګونو چانس پیکه وي.

نشریه زیاتوي:

په دې برخه کې ناهیلۍ دومره ډېرې هم نه دي، ځکه په۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو سره په افغانستان کې د ډیموکراسۍ پلي کول یو له مهمو لاسته راوړنو څخه دی چې نشریه د ازادو پارلماني انتخاباتو ترسره کول د دې پرمختګ یوه بېلګه ګڼي.

پر دې سربیره نشریه لیکي:

په ډیموکراټیک ډول او له ویني توئیدني پرته ولسمشر اشرف غني ته د واک لېږد د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري او دا په دغه هېواد کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت څرګندویې کوي.

د ملي وحدت حکومت جوړښت او د دوو کلونو په اوږدو کې د کورنیو اختلافاتو له کبله د دولت پر ځای پاتېدو سره د دغه حکومت مشروعیت لا ډېر او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې پر سیاسي سیسټم باور ډېر کړی دی.

په اقتصادي برخه کې نشریه لیکي:

که څه هم امریکا په افغانستان کې ۱۱۰میلیارده ډالره لګولي، خو په دې هېواد کې اقتصادي پرمختګ هغسې نه دی چې تمه یې کېده.

نشریه په دې برخه کې هم هغې احصایې ته اشاره کوي چې له مخې یې د دغو مرستو اتیا فیصده امریکایي شرکتونو ته ورکړل شوي دي چې هغوی امنیتي شرکتونه وو او په قراردادي ډول یې کار کاوه.

بل‎خوا د لیکوال په خبره د درې تریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمو له درلودو سره-سره د افغانستان اقتصاد اوس هم د نشه‎یي موادو پر تولید ولاړ دی.

د بریتانیا چاپ برایټ بار نشریې بیا په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د نشه‎یي موادو د تولید ډیروالي ته اشاره کړې او لیکي چې په دغه هېواد کې د کوکنارو د کښت ساحه تقریباً ۲۵ فیصده ډېره شوې ده.

د نشریي په خبره که څه هم د امریکایي مالیه ورکوونکو له درکه ۴ میلیارده ډالره په افغانستان کې د کوکنارو د محصولاتو د له‎منځه وړلو چارو لپاره ځانګړي شوي، خو بیا هم په دې برخه کې د دولت هڅې ډیرې بریالۍ نه وې.

برایت بار زیاتوي کوکنار د افغانستان په هغو برخو کې کرل کېږي چې تر یوه حده د طالبانو تر واک لاندې دي او د هغې ډلې لپاره یوه لویه عایداتي منبع ده.

د نشریې په لیکنه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د نشه یي موادو د تولید د ډیروالی لوی لامل د دغه هېواد خراب امنیتي وضعیت دی.

XS
SM
MD
LG