د لاسرسي لېنکونه

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال وايي، پاکستاني چارواکي باید له غیر مسؤلانه څرګندونو ډډه وکړي.

ښاغلي زاخېلوال د بلوچستان د پولیسو د روزنیز مرکز پر لیلیه وروستۍ حمله وغندله او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت د ټولو ترورېستي ډلو پر ضد مبارزه کوي.

په دې حمله کې ۶۱ تنه ووژل او ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون سې شنبه پرته له دې چې د افغانستان نوم واخلي، وویل چې وسله‌وال له یوه ګاونډي هېواده پر پاکستان د حملو پلانونه جوړوي.

خو عمر زاخېلوال وايي چې ممکن هغه ترورېستان چې له پاکستانه افغانستان ته تللي د داسې حملو په پلان کې لاس ولري چې پر ضد یې باید ګډه مبارزه وشي.

XS
SM
MD
LG