د لاسرسي لېنکونه

logo-print

هغه څلور محصلان چې وسله‎والو طالبانو په غور کې تښتولي وو، پرون دوشنبه ماښام خوشې شول.

په‎ دوی کې دوه د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ او دوه د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکي دي او ازادي راډیو ته‌یې ویلي چې وسله‎والو طالبانو د هزاره‌ګانو په نوم تښتولي وو.

د غور د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې دا څلور تنه تقریباً دوه میاشتې مخکې د دې ولایت دولتیار ولسوالۍ ته نېږدې د کابل پر لاره تښتول شوي وو.

یو محصل محمد ازادي راډیو ته ویلي چې وسله‎والو طالبانو یې له کورنۍ پيسې غوښتې وې او پلار ته‌یې خبر ورکړی و چې د خپل زوی د وزن د هرې کېلو په بدل کې يې شل زره افغانۍ ورواستوي.

د ازادي راډيو خبریال وايي، وسله‎والو طالبانو څو ورځې وړاندې یو برمته تېر باران کړ.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په ‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG