د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

افغانستان کې د سینې سرطان د درملنې په هدف کمپاین پیل شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، د روغتیا نړېوال سازمان د راپور په اساس افغانستان کې هرکال نېږدې ۲۰ زره کسان په سرطان اخته کېږي.

د عامې روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز د يکشنبې په ورځ په هېواد کې د سینې سرطان د تشخیص او درملنې په هدف د عامه پوهاوي د کمپاین د پيل پر مهال وویل چې په هېواد کې شاوخوا ۳۵۰۰ تنه د سینې په سرطان اخته دي چې ۱۷۰۰یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د ښاغلي فیروز په خبره د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې د دغې ناروغۍ مخنیوی وکړي.

د عامې روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز

هغه وویل:

"د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د امیدوارۍ د ملي روغتیا د ستراتيژۍ په اساس ژمن دی چې د سینې د سرطان او د عنق رحم د واقعاتو د مخینوي په هدف ټولو هېوادوالو ته په ځانګړي توګه مېرمنو ته د عامه پوهاي پروګرامونه جوړ کړي."

ښاغلی فیروز د وزن ډېروالی، د فزیکي فعالیت نشتون،د الکولي مشروباتو څښل،د حمل نه اخیستل او د عمر ډېروالی د سینې په سرطان د اخته کېدو عمده عوامل په ګوته کوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر وویل،که د ثدیه يا سینې سرطان په وخت تشخیص او درملنه يې وشي د مرګ خطر کمولای شي.

په سینو او تخرګونو کې د غدو پيدا کېدل او د سینو د رنګ بدلون د سینې د سرطان عمده علایم دي چې ناروغ يې په لیدو باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل چې په‎خپله هم د سینې په سرطان اخته وه، د يادې ناروغۍ د تشخیص او درملنې د مرکزونو نشتون د سرطان د ناروغۍ د ډېر والي عمده لامل ګڼي.

نوموړې په دغه ناسته کې افغانستان کې د سرطان د مخنیوي لپاره د نوي بنسټ په جوړېدو هیله مندي وښوده او دا یې د سرطان د مخنیوي لپاره يو غوره اقدام وګاڼه.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل
د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل

هغه وویل:

"د سرطان په وړاندې د مبارزې بنسټ به په افغانستان کې يو ادرس وي چې د سرطان په وړاندې به مبارزې ته دوام ورکوي، دا بنسټ به د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي څو په راتلونکو کلونو کې د يادې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره يو مناسب ځای وي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې سرطان يوه غېرې ساري ناروغي ده چې په نړۍ کې هر کال د ۳۸ تنو ژوند اخلي.

په همدې حال کې نوم‎وتي سندرغاړي فرهاد دریا چې په دغه کمپاین يې ګډون کړی وویل، په افغانستان کې مرد سالاري د دې لامل شوی، هغه ښځې چې د سینې په سرطان اخته دي د خپلې ناروغۍ په اړه چاته څه ووايي.

سندرغاړي فرهاد دریا
سندرغاړي فرهاد دریا

هغه وویل:

"د افغانستان ستونزه يوازې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی نه‎دی بلکه دلته له دې لویه ستونزه دا ده چې ننګونې له کورنیو پېلږي او مېرمنې په کورونو کې د نارینو له رواني ملاتړه برخمن نه‎دي. "

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د سرطان سره د مبارزې بنسټ په مرسته توانېدلی چې په روان کال کې د جمهوریت روغتون دننه د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره مرکز جوړ کړي.

د معلوماتو له مخې ټاکل شوې تر راتلونکې اوونۍ پورې د ايټاليې په مرسته په استقلال روغتون کې هم د سرطان د مخنیوي لپاره يو مرکز ګټې اخېستې ته وسپارل شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG