د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

افغان محصلینو ته د جنوبي کوریا اقتصادي موډل وړاندې شو


د جنوبي کوریا اقتصادي موډل سمینارد یکشنبې په ورځ د دنیا پوهنتون په کوربه‎توب او کابل کې د جنوبي کوریا د سفیر په موجودیت کې یو شمېر محصلانو او ځوانانو ته وړاندې شو.

د موډل په دغه اقتصادي سمینار کې د جنوبي کوریا په اړه بېلابېلې خبرې وشوې خو تر ډېره خبره د نوموړي هېواد په اړه وه چې کومو لارو وتوانېدل ځان د خپلو سیالو هېوادونو سره برابر کړي.

په کابل کې د جنوبي کوریا سفیر چیین کې هون
په کابل کې د جنوبي کوریا سفیر چیین کې هون

په کابل کې د جنوبي کوریا سفیر چیین کې هون په دغه سمینار کې وویل:

"دغه ډول سیمنارونه کولای شي پر افغان ځوانانو ښه اغېز ولري او دوی کولای شي چې د خپل هېواد د پرمختګ په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي."

ښاغلی هون وايي، که افغان ځوانان ورته سمینارونه تعقیب او هغه عملي کړي موږ په دې باور لرو چې افغانستان به په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه ولري.

په ورته وخت کې د یومف سیویس پوهنتون رئیس سید مخدوم رهین ازادي راډیو ته وویل چې ورته سمینارونه کولای شي افغان ځوانان ته دا ور زده کړي چې هغه هېوادونو چې د جګړو میدانونه وو، څه ډول یې پرمختګ وکړ.

ښاغلي رهین زیاته کړه:

"دا زموږ د ځوانانو لپاره چې په ورته سیمنارونو کې برخه اخلي او د کوریا د جنګ ځپلي هېواد په څیر چې وروسته بیا له ډېرو هلو ځلو پرمختګ ته ورسېد زموږ لپاره ډېر درسونه لري او موږ باید هم هڅه وکړو څو د دوی له تجربو نه په خپل هېواد کې ګټه واخلو."

د یومف سیویس پوهنتون رئیس سید مخدوم رهین
د یومف سیویس پوهنتون رئیس سید مخدوم رهین

ښاغلي رهین وايي، افغان ځوانان باید د هغو هېوادونو لار تعقیب کړي چې په اقتصادي او تعلیمي برخو کې پرمختګونه لري.

سیاسي کارپوهان سره له دې چې د جنوبي کوریا اقتصادي موډل د افغانستان او افغان ځوانانو او محصلینو لپاره ګټور بولي وايي چې د افغانستان اقتصادي حالات له نورو هېوادونو سره تر یوه ځایه توپیر لري.

اقتصادي کارپوه عبدالقادر جیلاني په دې اړه وايي:

"جنوبي کوریا یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د دوی ستونزې له افغانستانه ډېری وی، که هغه موږ له افغانستان سره مقایسه کړو، نو دلته فساد اوج ته رسیدلی، خو بیا هم موږ د جنوبي کوریا له موډله کار اخېستلای شو."

ښاغلی جیلانی وايي، لا هم افغانستان په یو جنګي حالت کې دی او د ده په دا تر یو ځایه د پرمختګ مخه نیسي.

په افغانستان کې یو شمېر ټول ګټې پروژې چې د دغه هېواد لپاره لوی اقتصادي ارزښت یې درلود د جګړو پر مهال ورانې شوې دي او اوس هم یو شمېر نورې هغه چې په دې وروستیو کې پرې کار شوی د راپورونو له مخې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

افغان محصلینو ته د جنوبي کوریا اقتصادي موډل وړاندې شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG