د لاسرسي لېنکونه

د هلمند والي وایي، له وسله‎والو مخالفینو نه د لښکرګاه ښار د اطرافو د تصفیې لپاره په پوځي عملیاتو کې تر دې دمه شاوخوا ۹۰ وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

حیات الله حیات تېره شپه ازادي راډيو ته وویل، په دغو عملیاتو کې چې د قهر میوند په نوم له دوو ورځو مخکې پيل شوي افغان پیاده او هوايي ځواکونه د وسله‎والو مخالفینو پټن‎ځایونه په نښه کوي.

ښاغلي حیات وویل، افغان پوځیان د پرمختګ په حال کې دي او کومې سیمې چې تر کنټرول لاندې راولي په جدیت یې د ساتلو لپاره هڅه کوي.

صفي الله ستانکزي له ښاغلي حیات سره مرکه کړې او په سر کې یې د دغو عملیاتو د اغېز په اړه پوښتنه کړې ده.

ښاغلی حیات یې په ځواب کې وايي:

XS
SM
MD
LG