د لاسرسي لېنکونه

تاجکستان او چین د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له پولې سره نږدې د تروریزم پر ضد ګډ پوځي عملیات پیل کړل.

دا عملیات په سیمه کې د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د چین د روانو هڅو برخه ده.

ټاکل شوې ده چې دا عملیات د روانې اکتوبر میاشت تر ۲۴ پورې دوام وکړي.

په دې عملیاتو کې شاوخوا لس زره سرتېري، جنګي وسایط او جنګي هلیکوپټرې برخه لري.

د تاجکستان چارواکو تېره سپتمبر میاشت وویل چین به د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ۱۳۰۰ کیلومتره اوږدې پولې د امنیت لپاره چې د هیروینو د قاچاق لار بلل کېږي، بنسټیز تاسیسات جوړ کړي.

تاجکستان او چین د روان میلادي کال په سر کې له افغانستان او پاکستان سره د تروریزم ضد یو نوی ائتلاف جوړ کړ.

XS
SM
MD
LG