د افغانستان د کرکټ ملي ټيم دوه لوبغاړي به په پاکستان کې د ۲۰۱۷ کال د پي سي ال د کرکټلیګ په سیالیو کې ولوبېږي.
د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي نن ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان د کرکټ په لیګ کې د افغان لوبغاړو ګډون یو مثبت ګام دی.
ښاغلی فضلي وایي چې د پاکستان د کرکټ په لیګ کې له افغانستانه شهزاد محمدي او محمد نبي عیسیخېل برخه اخیستې چې هر یوه ته به د لیګ د تمویل کوونکي لهخوا له ۴۰ تر ۵۰ زره ډالر ورکول شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو لهمخې دغه سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې تر پنځلسو ورځو پورې دوام وکړي.