د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

لوګر چارواکي: ۲۰ تنه تښتول شوي ماین پاکان خوشې شوي


د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د ماین‌پاکۍ د یوې مؤسسې یو شمېر کار کوونکي چې پرون په دې ولایت کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا تښتول شوي وو، بېرته خوشې شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس سید قریب‌الله سادات ازادي راډیو ته وویل چې دا شل تنه د قومي مخورو په منځګړیتوب ازاد شوي.

په دې اړه نسیم شفق له ښاغلي سادات سره مرکه کړې او په سر کې یې د هغوی د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه ورڅخه پوښتلي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00
مستقیم لېنک

پخواني:

د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د چهارشنبې ورځې سهار مهال د یاد ولایت مرکز اړوند د الیاس خان کلا په سیمه کې د نامعلومو وسله‎والو له لوري د یوې مؤسسې شل تنه ماین پاکان تښتول شوي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل چې د سټرلېنګ په نوم د ماین پاکوونې د مؤسسې شل تنه ماین پاکان په یو کاسټر موټر کې د خپل دفتره د کار ساحې ته په لاره وو چې د مرکز پل علم د الیاس خان کلا په سیمه کې د وسله‎والو له‎خوا نامعلوم لوري ته وتښتول شول.

نوموړی زیاتوي، د ماین پاکانو د موندلو لپاره د کشفي او امنیتي ادارو له‎خوا هلې ځلې پیل شوې دي.

سلیم صالح زیاتوي:

"د لوګر مرکز مربوط د الیاس خان کلا په سیمه کې وسله‎والو مخالفینو د سټرلېنګ مؤسسې یو کاسټر موټر چې شل تنه په‌کې سواره وو، ټول ماین پاکان دي، دوی يې له ځانه سره بیولي دي، امنیتي او کشفي ارګانونو په‎ دې اړه پلټنې پیل کړي، وسله‎والو مخالفینو له‎ دې څو ځلې وړاندې هم د یادې مؤسسې موټر او ماین پاکان تښتولي چې خوشبختانه زموږ د امنیتي سرتېرو په هلو ځلو روغ رمټ ژغورل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي."

د لوګر ولایت چارواکي که څه هم د ماین پاکانو د برمته کولو پړه په وسله‎والو مخالفینو اچوي، خو تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې د دې قضيې مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخیستی.

ویل کېږي، پخوا هم څو ځلې د وسله‎والو له لوري د سټرلېنګ په نوم د ماین پاکۍ کارکوونکي او موټر تښتول شوي چې بیا وروسته د امنیتي ارګانونو په هلو ځلو بېرته روغ رمټ خوشې شوي دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG