د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

یوناما: د روان کال ۹ میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي وګړي وژل شوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګي "یوناما" د ۲۰۱۶ میلادي کال په نهو میاشتو کې، په دې هېواد کې د ملکي تلفانو شمېر خپور کړ.

یوناما په تازه خپور شوي راپور کې وايي چې د ۲۰۱۶ میلادي د جنورۍ میاشتې راهیسې د سپټمبر تر دیرشمې پورې په دې هېواد کې، ۲۵۶۲ ملکي کسان وژل شوي او ۵۸۳۵ ټپیان شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي چې ځمکني جنګونه د پخوا په شان د ملکي کسانو د وژل کېدو لاملونه دي.

راپور وايي د دې وژنو ۶۱ فیصده وسله والو مخالفینو او ۲۳ فیصده یې د دولت امنیتي ځواکونو پورې اړه لري.

راپور داهم وايي چې د دغو وژنو ۱۱ فیصده لامل، د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمینځه ځمکني جنګونو په ګوته شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړی استازي «یاماموتو تدایچِي» په دې اړه داسې ویلي:

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړی استازي یاماموتو تدایچِي
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړی استازي یاماموتو تدایچِي

"له نفوسه په ډکو سیمو کې د جنګونو زیاتوالي دا امر ضروري کړی چې په جنګ کې ښکیلې خواوې بیړنې اقدامات وکړي څو ډاډ ترلاسه شي چې په جنګونو کې د ملکي کسانو خوندیتوب ته احتیاطي تدابیر، نیول شوي دي."

د افغانستان د دفاع وزارت د ملکي کسانو د وژلو اصلي لامل، مخالف وسله وال ګڼي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

دولت وزیري
دولت وزیري

"کومه سلنه چې دې راپور ویلې او پړه يې د وسله والو مخالفینو پرغاړه ښودل شوې، هغوې تل له ملکي کسانو څخه د سپر په توګه کار اخلي، په کندز ولایت کې ولیدل شول چې د خلکو په کورونو کې ځای پرځای شوي وو او له کورونو څخه یې پرعامو خلکو ډزې کولې، خلک یې وژل او پرموږ يې هم ډزې کولې، که په افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله رامینځته کېږي، مسؤلیت د مخالفو وسله والو پرغاړه دی."

پوځي کارپوهان وايي،په ځمکنیو او مخامخ جنګونو کې د ملکي کسانو د وژل کیدو مخنیوی ګران وي، خو ملکي کسان هم باید احتیاط وکړي.

د دې کار پوهانو له ډلې د کورنیو چارو پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند ازادي رادیو ته وویل، په انتحاري او تروریستي حملو کې، ملکي کسان هم لازم احتیاط نه کوي:

"خلکو ته باید پوهاوی ورکړل شي، کله چې جنګ کېږي نو ځانونه دې پټ کړي، خو له بده مرغه تاسې وینئ کله چې انتحاري حمله کیږي، خلک ګڼه ګوڼه جوړوي، یا کله چې دوه کسان جنګ کوي ډیری خلک پرې راټولیږي، همدغه وضعیت لامل کېږي چې ملکي کسان په کې ووژل شي."

د یوناما راپور دا هم ښيي چې د تېرکال د نهو میاشتو په پرتله د سږکال په نهو میاشتو کې په ملکي تلفاتو یو فیصد کموالی راغلی، خو د سږکال د نهو میاشتو په جنګونو کې، د ماشومانو وژنه د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۵ فیصده زیاته شوې ده.

یوناما په جنګ کې له ښکېلو خواو څخه غواړي چې ملکي خلکو خوندیتوب ته دې پام وکړي.

وسله والو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور رد کړ.

راپورخان محمد سیند

XS
SM
MD
LG