د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

افغانستان کې د باکیفیته ښوونې او روزنې په برخه کې نوې ژمنې


په افغانستان کې د باکیفیته ښوونې او روزنې د ملاتړ غورځنګ وايي، غواړي چې "د پوهنې لپاره د نړیوال کمپاین" په مرسته، تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په ټوله نړۍ کې د هر وګړي لپاره، د وړیا، خوندي او باکیفیته زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي.

دوی له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هیله وکړه چې د افغانستان د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د پراختیا لپاره دې مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

یاد غورځنګ وايي، د حکومتونو او نړیوالې ټولنې په مالي او تخنیکي مرستو سره به تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په دې برخه کې د پرمختګ شاهدان اووسو.

د دې کمپاین یوه تنظیموونکي رحیم جامي په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د ښه‌والي په مقصد، په کابل کې جوړې شوې غونډه کې افغان حکومت ته د دوی وړاندیزونه داسې بیان کړل:

"د ښوونې او روزنې لپاره د ملي بودجې د فیصدۍ زیاتولو ته لومړیتوب ورکول، په لیرې پرتو سیمو کې د ښځینه ښوونکو زیاتول، د ښوونې اوروزنې په برخه کې د ملي او نړیوالو ارګانونو تر منځ همغږي، د ښوونځیو رغول او جوړول او د مسلکي ښوونکو جذبول."

د کمپاین مسؤلینو د افغان حکومت له نړیوالو مرستندویانو هم وغوښتل چې د خپلو مرستو ۲۰ سلنه دې د افغانستان د ښوونې او روزنې لپاره ځانګړې او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي.

په جوړې غونډه کې د پوهنې وزارت استازي ضمیر ګوارا وویل، په وروستیو دوو کلونو کې د هېواد د ښوونې او روزنې په کیفیت او کمیت کې یو لړ مثبت بدلونونه راغلي، خو له دې سره سره، یو لړ ستونزې شته چې د دوی د پلانونو د پلي کولو مخه نیسي.

هغه زیاته کړه:

"له بده مرغه ۱۰۱۷ ښوونځي د نا امنیو له امله تړلي او څه باندې ۳ میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي او اوس هم کابو ۵۰ ښوونځي د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال نه‌لري."

د پوهنې وزارت استازي د وزارت لاسته راوړنې هم په ګوته کړې او وېې‌ویل په وروستیو دوو کلونو کې د ښوونکو شمېر له ۲۱۷۰۰۰ څخه ۲۲۰۰۰۰ ته، د زده‌‎کوونکو شمېر له شاوخوا، ۹ میلیونو څخه ۹،۴ میلیونو ته لوړ شوی او د مسلکي ښوونکو د روزلو پروګرامونو هم ښه نتیجه ورکړې ده.

کارپوهان وايي، دافغانستان د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د ښه کولو لپاره مالي او تخنیکي امکانات ضروري دي او حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې له نړیوالو مرستو ګټه واخلي.

د دې کارپوهانو له ډلې عبدالجبار څپاند ازادي راډیو ته وویل:

"د پوهنې وزارت باید بنسټیز کارونه وکړي او خدمتونه وړاندې کړي، د دې خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ښه مدیرت اړین دی، اوس چې د نړیوالې ټولنې مخه افغانستان ته شوې او د بروکسل په غونډه کې یې له دې هېواد سره د ۱۵،۲ میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه، د پوهنې وزارت باید د دې مرستو د پام وړ برخه په ښوونې او روزنې ولګوي او مدیریتي بنسټونه پرې پیاوړي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت مسؤلین وايي، د هېواد د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت ښه‌والی د حکومت د مشرانو په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG