د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

په پکتيا کې د ولسمشر د کارونو ستاينغونډه جوړه شوه


د پکتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو او مدني فعالانو د ولسمشر د سياستونو او کارونو د ملاتړ او ستاينې لپاره غونډه جوړه کړه او پکې يې د هغه روان سياست په اړه د غونډې ګډونوالو ته خبرې کولې.

د پکتيا يو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او ولايتي شورا غړيو د افغان ولسمشر اشرف غني په ملاتړ غونډه وکړه او د دې غونډې په ترڅ کې يې د ولسمشر نړيوال سياست او په هېواد کې روانو پروژو ستاينه وکړه.

سلما برېښنا بند
سلما برېښنا بند

په دې غونډه کې د بېلابېلو قبيلو مشرانو خبرې وکړې او ويې ويل چې افغان ولسمشر او اوسنۍ اداره په روان سياست کې د دوی د باور وړ ده او له ګاونډيانو سره د دې حکومت معلوم سياست د افغانانو راتلونکی تضمينوي.

د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري وويل چې دوی د ولسمشر د ستاينې او کارونو د ملاتړ غونډه ځکه وربللې چې ولسمشر لا په خپله پاليسۍ کې د دوام په موخه وهڅوي:

"دا غونډه د قومونو ولايتي شورا او ځوانانو له خوا جوړه شوې ده، په تېرو ديارلسو کالونو کې افغان حکومت د پاکستان د پاليسو او سياست څخه په ستونزه کې وو او ترې ځورېدو چې د ولسمشر وروستي دريځ دا مسئله يو لوريزه کړه او ښه سياست يې غوره کړی دی او هغه زيربنايي پروژې چې ولسمشر پيل کړې دي د هغو ستاينه مو وکړه."

نوموړي دا هم وويل چې که حکومت په داخل کې څوک ګواښي دوی به يې په مخه کې ودريږي او د دې حکومت ننګه به وکړي او د موازي حکومتونو د جوړونکو غږونه به خپ کړي.

په دې غونډه کې حاجي خواني جهاني هم يو له هغو مشرانو وو چې د حکومت په روانه پاليسې يې خبرې کولې او ويل يې چې د ولسمشر وروستي دريځ دوی ته د منلو دی او په هېواد کې د تاوتريخوالي زياتېدو لامل يې د افغانستان ګاونډي هېوادونه وګڼل:

"طبعي خبره ده چې يو ملک څلورلسيزې په جګړه کې وي او د نورو ترتاثير لاندې وي او هغو پرې اغېز ولري او د ګاونډيانو تر مستقيم تاثير لاندې وي په داسې حال کې به خود په وطن کې مشکلات زيات وي او بحران به وي هغوی به دا کوښښ کوي چې داسې خلک پيدا کړي چې دلته مشکل پيدا شي، خو موږ د حکومت ملاتړ کوو."

د مدني ټولنو په استازولۍ شکور کامران رسنيو ته په خبرو کې څرګنده کړه چې دی د افغان ولسمشر او روان حکومت اقتصادي کارونه او سياسي پاليسي تاييدوي چې د ولس زړونه يې پرې ګټلي دي:

"د بوديجې فوق العاده کسر چې موجود وو هغه له منځه تللی دی او موږ د نړيوال سياست په ډګر کې هم هغسې يو سرحد کې يو چې تمه وه او ښه سياست لرو."

دا غونډه په داسې مهال جوړيږي چې له دې وړاندې هم په وارونو، وارونو په پکتيا کې د ولسمشر اشرف غني د ملاتړ او کارونو ستاينې غونډې شوې دي، خو په ټوله پکتيا کې سره له دې چې په وارونو وارونو د ولسمشر کارونه ستايل شوي او برنامې يې د قبول وړ ښودل شوي دي، د چارو کارپوهانو په خبره د نوې ادارې له جوړېدو وروسته هېڅ داسې لويه يا وړه پروژه چې د پکتياوالو په ژوند کې مستقيم يا غير مستقيم تغير راولي نه ده پلې شوې.

راپور: داوود تپان

XS
SM
MD
LG