چارواکي وایي، د جلالاباد ښار د شیخ احمد شاه مدرسې مخې ته چاودنه شوې ده.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دا چاودنه نن سهار وختي شاوخوا شپږ بجې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله شوې خو تلفات نهلري.
د سیمې یوه کس چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډيو ته ويلي چې په دې مدرسه کې وسلهوال کسان هم موجود دي او پرمختللې وسلې لري.
خو خوګياڼی وايي، ممکن په دې مدرسه کې یوه یا دوه ميله وسله واوسي خو د حفاظت لپاره ساتل کېږي.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه هېڅ کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.