د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

اڅکزى: د ترهګرۍ پېښه کې بهرني استخبارات تورنول خپله ناکامي پټول دي


د پاکستان سترې محکمې درې ورځې وړاندې د اګست په اتمه د کوټې په دولتي روغتون کې د ترهګرۍ خونړۍ پېښه د پاکستاني امنيتي ادارو ناکامي وبلله چې په نتيجه کې يې د بلوچستان حکومت ځينې لوړپوړي دولتي مامورين له دندو ګوښه او يا تبديل کړل.

په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اصغرخان اڅکزى وايي چې د ترهګرۍ په پېښو کې لاس لرونکي کسان چې نه نيول کېږي، نو په دې کې استخباراتي او امنيتي ادارې ناکامه دي او ستره محکمه بايد د دغو ادارو مشران ور وغواړي او پوښتنه ځنې وکړي.

اصغراڅکزى وايي، که د ترهګرۍ تر هرې پېښې وروسته حکومتي چارواکي يواځې پر بهرنيو استخباراتي ادارو تور پورې کوي او د مخنيوي لپاره يې هيڅ نه کوي دا هسې د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي.

له اصغر اڅکزي سره په کوټه کې د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې او په پيل کې يې د پاکستان د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه د هغه نظر پوښتلى دى:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG