د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د کندز د امنیتي وضعیت د څارنې لپاره دغه ولایت ته ورسېد.
د کندز د والي ویاند سید محمود دانش وايي، ښاغلی جاهد به هلته افغان ځواکونو ته لازمې لارښوونې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې جګړه د څلورمې ورځې لپاره هم دوام لري.
له کندزه د ازادي راډيو خبریال وایي چې د نښتو له امله سلګونه کورنیو ښار پرې اېښی، د ښار شاوخوا او یا هم د بلخ، بغلان، تخار او کابل ولایتونو ته تللي دي.
خو ویل کېږي چې لاهم زرګونه کورنۍ په ښار کې بند پاتې دي چې د لوږې او تندې له جدي خطر سره لاس او ګرېوان دي.
اخوا د کندز د حوزوي روغتون سرطبیبه مرضیه یفتلي وایي، په تېرو څلورو ورځو کې د کندز له جګړې څخه ۲۱۰ تنه ټپیان چې زیاترهیې ملکیان دي، دوی ته وروړل شوي دي.
د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حمید عالم هم له ازادي راډيو سره خبرو کې په دغه ولایت کې د طبي پرسونل د کموالي خبره کوي.