د لاسرسي لېنکونه

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالانو بنسټ په هېواد کې روان سیاسي او امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د دغه مدني بنسټ یو شمېر غړو نن په کابل کې د یوې ناستې پر مهال وویل چې حکومتي مسؤلین باید د روان وضعیت په اړه ځواب ویونکي وي.

د یاد بنسټ مرستیال سید میثم احساني پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د روان کړکېچ په پای ته رسېدو کې دې مرسته وکړي.

دغه بنسټ همداراز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا مهال د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې جګړه روانه ده او دغه وضعیت افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG