د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار چارواکي وايي، دوی لا هم د اچین په ولسوالۍ کې د هغې بمبارۍ په اړه څېړنې کوي چې د ملګرو ملتونو په وینا لږ تر لږه ۱۵ تنه ولسي وګړي په کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند وویل عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د دوی لومړنیو څېړنو له مخې په دغه هوايي برید کې د داعش پر وسله والو سربېره درې ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خو دا چې په دې اړه د دوی څېړنې نهايي شوې نه دي، نو وروستی نظر نه شي څرګندولی.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه:

"له څېړنو وروسته به چې موږ وروستي نتایج تر لاسه کړو او ثابته شي چې ولسي خلکو ته په کې په دې اندازه چې ځینې ادارې یې وايي زیان اوښتي موږ به په دې اړه خپل وروستي نظر څرګند کړو."

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یا یونامه دفتر په اچین کې د هوايي برید په ترڅ کې د ۱۵ولسي خلکو وژل کېدل او د ۱۳ نورو ټپي کېدل غندلې وو او له بهرنیو او افغان ځواکونو یې په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه.

ویل کېږي هوايي برید د اچین ولسوالۍ کې د یو قومي مشر پر کور شوی چېرې چې خلک د حج څخه د یو ځايي مشر د راستنېدو هرکلي ته راټول شوي وو.

ځايي چارواکو ویلي چې د برید هدف د داعش وسله وال وو، خو ځايي خلک او یو شمېر نړیوالې ادارې بیا وايي چې په بمبارۍ کې د سیمې عادي وګړي وژل شوي.

XS
SM
MD
LG