د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

ازبکستان د چین واګونونو ته له افغانستانه اجازه نه ورکوي


بلخ کې د سوادګرۍ او صنایع خونې مسئولان وايي چې ازبکستان د چین د اورګاډي واګونونو ته اجازه نه ورکوي څو د حیرتان له تجارتي ښارګوټي څخه د سوداګریزو توګو بارګیري وکړي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایع خونې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمي وايي چې نېږدې یوه میاشت د مخه د چین څخه په لومړي ځل ۶۸ واګونه تجارتي توکي د حیرتان سوداګریز ښارګوټي ته راورسېدل او په پام کې وه چې بېرته دې اورګاډو ته د افغاني تجارتي توکو بارګیري وشي او چین ته واستول شي خو اوس ازبکستان د دې کار ممانعت کوي.

قاسمي وویل:

"موږ په دې اورګاډو کې له حیرتان ښارګوټي څخه بارګیري نه‎شو کولای ځکه چې ازبکستان اجازه نه راکوي، یوه تفاهم‎لیک د ازبکستان او افغانستان ترمنځ باید لاسلیک شي او وروسته له هغې موږ کولای شو چې د مختلفو هېوادونو په مقصد خپل تجارتي توکي بارګیري کړو."

نصیر احمد قاسمي وايي چې دوی چمتو دي څو له افغانستانه چین ته د اورګاډي په وسیله تجارتي توکي او محصولات لکه وچه میوه او قیمتي ډبرې واستوي خو هغه وخت به دا کار ممکن وي چې له حیرتانه چیني اورګاډو ته د بارګیري اجازه ورکړل شي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، ازبکستان د امنیتي ملحوظاتو له امله اجازه نه ورکوي، څو د چین واګونونه په حیرتان کې بارګیري شي.

قاسمي وویل چې ازبکستان تقاضا کړې ده څو د افغانستان سوداګریز توکي لومړی د کښتۍ په وسیله د پولي هاخوا ترمز ته انتقال شي او بیا دې په ازبکستان کې د چین د اورګاډ په واګونونو کې بارګیري شي.

د ښاغلي قاسمي په خبره چې ازبکستان ته د کښتیو په وسیله د تجارتي توکو انتقال او بیا یې په واګونونو کې بارګیري ډېر لګښت ته اړتیا لري او ترڅنګ یې د انتقال پر مهال تجارتي توکو ته صدمه رسېږي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایع خونې اجرائیه مدیر وايي که دا تجارتي واګونونه په حیرتان کې بارګیري شي ګټه یې زیاته ده او افغان سوداګر تشویق کېږي چې له چین سره خپله تجارتي راکړه ورکړه نورې هم زیاتې کړي.

نصیر احمد قاسمي په دې اند دی:

"که له حیرتانه بارګیري وکولای شو، اقتصاد مو وده کوي، دا یو ښه سهولت دی او پانګه‎وال تشویقېږي چې نور هم پانګونه وکړي."

تر دې د مخه د تجارت او صنایع وزارت ویاند مسافر قوقندي ویلي و هغه چیني واګونونه چې افغانستان ته یې د سوداګرو تجارتي توکي را انتقال کړي له دې خوا به چین ته افغاني وچه میوه او قیمتي ډبرې ولېږدوي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې په حیرتان تجارتي ښارګوټي کې د چین هېواد د اورګاډو نه بارګیري د ډواړو هېوادونو ترمنځ پر تجارت منفي اغېزه کوي او له امله یې د وارداتي توکو کرایه هم دو برابره لوړېږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب‎زی

XS
SM
MD
LG