د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

کلیو او پراختیا وزارت "د کلیو نوي حرکت" په نوم پروګرام پیل کړ


د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت، د کلیو د ودانولو، پراختیا او پرمختګ لپاره "د کلیو د نوي حرکت" په نامه یو نوی پروګرام پیل کړ.

دا وزارت وایي، د کلیو د نوي حرکت په نامه پروګرام، د کوریا د "سیماول اندونګ پروګرام" د تجربو پر اساس ترتیب شوی او پلي کېدل به‌یې د هېواد کلي، د ښارونو په څېر په اقتصادي، تعلیمي، روغتیايي او داسې نورو پراختیايي برخو کې په خپلو پښو ودروي.

د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني د "کلیو د نوي حرکت پروګرام" د هېواد د ۳۴ ولایتونو د کلیوالي شوراګانو استازو ته د دوشنبې په ورځ کابل کې په یوې ناسته کې تشرېح کړ.

ښاغلي دُراني وویل، د دې پروګرام په پلي کولو کې به د کلیو د پراختیا وزارت ترڅنګ، د کرنې او مالدارۍ، عامې روغتیا او ښوونې او روزنې وزارتونه برخه ولري.

د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني
د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني

ده د کلیو د نوي حرکت پروګرام د ګټو په اړه وویل:

"دا د څو وزارتونو ترمنځ یو پروګرام شو، په هره اندازه چې ښارونه اقتصادي بدلون مومي او اړتیاوې یې زیاتېږي، کلي به دا ضرورتونه پوره کوي. هیله ده د ښارونو عواید چې له کلیو ترلاسه کېږي، د کوریا په څېر لوړ شي."

د کلیو پراختیا وزیر دا هم وویل، جنوبي کوریا همدغه پروګرام د سیماول اندونګ په نامه په خپلو کلیو کې پلی کړی چې اوس‎مهال‌یې کلي د ښارونو په څېر په هره برخه کې پر ځان بسیا دي.

څرنګه چې د دې پروګرام طرح تېر کال د جنوبي کوریا د متخصصینو په مرسته ترتیب شوې، په غونډه کې په افغانستان کې د هغه هېواد د سفیر مرستیال د یانګ هیونګ ژمنه وکړه چې د دې پروګرام له پلي کولو سره به تخنیکې مرستې وکړي.

بل‎خوا د کلیوالي شوراګانو ځینو استازو وویل، اوس هم د دې پروګرام بودجه کمه او د سیمه‌ییزو خلکو ونډه په‌کې کمه ده.

د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ د پرمختیايي شورا استازي نیک محمد ازادي راډیو ته وویل:

"باید بودجه زیاته او خلکو ته په اداره، نظارت او ټولنیزو کارونو کې د سیمې د خلکو ونډه زیاته شي. دا ځکه مخکې به دغه کسان له نورو ولایتونو څخه راتلل که دا کسان د خپلې سیمې وي له سیمې او کارونو سره به ښه بلد وي او په کارونو کې به ښه‌والی راولي."

سربېره پر دې د میدان وردګو ولایت د کلیوالي شورا استازې رابعه نجیمي وايي، ښځو ته په دغو پروګرامونو کې لازمه ونډه نه‌ورکول کېږي.

په دې اړه د کلیو پراختیا وزارت وايي، په نوي پروګرام کې تر ۴۰ فیصدو پورې د ښځو ونډه په پام کې نیول شوې ده.

دا په‎ داسې حال کې ده چې پخوا تر دې داسې شکایتونه کېدل چې کلیوالي پراختیايي پروژې د ضرورتونو له مخې نه‌پلي کېږي او د دې ترڅنګ د پروژو د چارو کیفیت هم ښه نه‌څارل کېږي.

په دې اړه د کلیو او پراختیا وزارت وايي، وروسته له دې به د دغه پروګرام بودجه د څو وزارتونو په غاړه وي او د پروژو د څار د صلاحیتونو زیاته برخه به د سیمې د خلکو په واک کې وي.

XS
SM
MD
LG