د لاسرسي لېنکونه

د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن اوکراین ته د مستقیم خبرداري په ترڅ کې پرون وویل، کیف یا باید اقتصادي او سیاسي اصلاحات عملي کړي او یا پر روسیې د بندیزونو په لګولو کې د اروپايي هېوادونو د ملاتړ د له لاسه ورکولو خطر ومني.

جو بایډن په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا تحقیقاتي مؤسسې ته د وینا پر مهال وویل چې کیف عدلي او قضايي اصلاحات له اقتصادي اصلاحاتو سره ګډ کړي او دا کار پر روسیې د بندیزونو د لګولو په برخه کې د اروپايي ټولنې د غړو ملاتړ کموي.

بایډن زیاته کړه، که اوکراین اروپايي ټولنې ته پلمه په لاس ورکړي نو د دې ټولنې لږ تر لږه پنځه غړي هېوادونه سمدستي د بندیزونو د لګولو له ملاتړ څخه په شا کېدو ته تیار دي.

XS
SM
MD
LG