د جرمني د بوندس لیګا د فوټبال لیګ سیالیو په دوام بایرن مونیخ لوبډلې هرتابرلین ته ماته ورکړه.
د جرمني د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې بایرن مونیخ لوبډلې وکړای شوو چې درې د صفر پر وړاندې هرتابرلین ته ماته ورکړي.
فرانک ریبري په ۱۶مه دقیقه کې په خپلې بریالۍ هڅې توپ د مېلمه لوبډلې د ګول مېلمه کړ.
په اته شپېتمه دقیقه کې تیاګو الکانتارا په بریالۍ توګه دوهم ګول وکړ او په ۷۲مه دقیقه کې روبن د تیاګو په پاس د بایرن درېیم ګول د مقابل لوري د ګول په دروازه ننویست.