د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن سې شنبې ناوخته هند کې ددغه هېواد نوي ډیلي له ټیم سره لوبه کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیالیو هدف د بنګله دېش له ټيم سره د درې یو ورځینو سیالیو لپاره چمتوالی دی چې د سپمتبر په ۲۵ یې لومړنۍ سیالي پیلېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون په خپله تمریناتي سیالۍ کې د ۳۳ منډو په توپیر سره د هند اتر پردیش ټیم ته ماتې ورکړه.