د لاسرسي لېنکونه

ټاکل شوې چې نن د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د افغان حکومت په استازیتوب د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون په هدف امریکا ته ولاړ شي.

د ښاغلي دانش دفتر دا خبر تائیدوي، خو په اوس کې د جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد وايي چې د بهرنیو چارو وزیر به هم د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلی ازاد زیاتوي:

"د بهرنیو چارو وزیر به د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د افغانستان په باب د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري."

که څه هم د ملګرو ملتونو په کلنیو عمومي غونډو کې د اکثره هېوادونو ولسمشران ګډون کوي، خو په سږنۍ غونډه کې چې د ملګرو ملتونو ۷۳ ناسته ده او روانه اوونۍ په نیویارک کې جوړېږي د ولسمشر دوهم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر به د افغان حکومت په استازیتوب ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG