امريکا د افغانستان د هغې غوښتنې ملاتړ کړی دی چې وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ په ترانزيټي موافقه کې دې هندوستان هم شامل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټي سوداګرۍ موافقه په ۱۹۶۵میلادي کال کې لاسليک شوې وه.
د دې موافقې له مخې افغانستان کولای شي له کراچۍ بندره له ګمرکي محصوله پرته تجارتي مالونه وارد کړي. خو د دې موافقې په اړه تر اوسه څو ځلي مذاکرات شوي دي.
امریکا څرګنده کړې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ کوي چې هغه له پاکستانه غوښتي چې هندوستان دې هم د دې ټرانزيټي موافقې برخه شي څو په سيمه کې د هېوادونو تر منځ سوداګريزې اړيکې لاپياوړي شي.
يوې خبري غونډې ته په خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند مارک ټونر ويلي:
"موږ په سيمه کې د پياوړو سوداګريزو اړيکو ملاتړ کوو او موږ مخکې هم ويلي چې دا د امریکا لومړيتوب دی او دغه بايد په سیمه کې د نورو هېوادونو لومړيتوب هم وي چې په مثبته توګه ګډه همکاري نوره هم زیاته کړي."
کله چې يوه خبريال له ده پوښتنه وکړه چې د امريکا دريځ په دې اړه څه دی چې افغانستان غواړي هندوستان هم له پاکستان سره د ټرانزيټي موافقې برخه شي؟
ټونر وويل:
"زه فکر کوم موږ به يې ملاتړ وکړو. لکه څنګه چې ما وويل، موږ د سیمې د ټولو هېوادونو تر منځ پياوړي سوداګريزې اړيکې غواړو."
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ ټرانزيټي موافقه د اسلاماباد او کابل تر منځ دوه اړخيزه تړون دی.
افغانستان خبرداری ورکړی دی چې که پاکستان، هندوستان ته د دې موافقې برخه جوړېدو اجازه ورنهکړي، افغانستان به منځنۍ اسيا ته د دې هېواد له لارې د پاکستان د مالونو د ټرانزيټ مخه ونيسي.
ټونر په دې اړه ويلي چې د هغو دوه اړخيزو مذاکراتو په اړه څه ويل نه غواړي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ کېږي.
ده ويلي چې افغانستان د خپلو پرېکړو حق لري چې پهکې هغه پرېکړې شاملې دي چې له چا سره غواړي سوداګريزې اړيکې ولري او له چا سره نه.
ټونر زیاته کړه:
"افغانستان يو خپلواک هېواد دی او خپل حقونه لري. دغه هېواد حق لري چې خپلې پرېکړې پهخپله وکړي. خو دا د سیمې په ګټه ده او دا د امریکا سټراټيژيک هدف هم دی چې د ټولو هېوادونو تر منځ د پياوړو اړيکو ملاتړ وکړي."
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ ټرانزيټي موافقه افغانستان ته اجازه ورکوي چې د لاهور له لارې هم له هندوستان سره واګه سرحد ته مالونه ولېږي.
خو دغه موافقه هندوستان ته اجازه نهورکوي چې افغانستان ته د ځمکې له لارې صادراتي مالونه ولېږي.
په دې اړه چې د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي له افغانستان سره د يو میليارډ نورو مرستو اعلان وکړ، ټونر ويلي چې امريکا د هندوستان د سخاوت او پر افغانستان د توجه متمرکزولو هرکلی کوي او ملاتړ يې کوي چې له افغانستان سره په یوه خپلواک او پر ځان متکي هېواد جوړېدو کې مرسته کوي.