د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

دوبی کې د افغانستان انرژي سکتور په اړه غونډه جوړېږي


د روانې سېپټمبر میاشت په اتلسمه او نوولسمه نېټه په دوبی کې د افغانستان انرژي د سکتور په اړه یو نړیوال کانفرانس جوړېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دوبی په دوه ورځني نړیوال کانفرانس کې چې راتلونکې یکشنبه پیلیږي، شاوخوا ۱۲۰ نړیوالې کمپنۍ د افغانستان د انرژۍ په برخه کې پر پانګونه خبرې او بحثونه کوي.

د اوبو او انرژۍ د وزارت مرستیال امان الله غالب ازادي راډیو ته وویل چې په دې کانفرانس کې به نړیوالې کمپنۍ وهڅول وشي چې په افغانستان کې د بریښنا د بندونو د جوړولو او بریښنا د مزو د غزولو په ګډون په مهمو پروژو کار وکړي.

ښاغلي غالب زیاته کړه:

"موږ غواړو چې خپل ټول پروګرامونه له نړیوالو کمپنیو سره شریک کړو. موږ غواړو دا کمپنۍ وهڅوو او ورته د دولت پروګرامونه او امکانات په ډاګه کړو. په اتلسمه او نولسمه نېټه به په دې کانفرانس کې موږ ټول پیکج وړاندې کړو."

ښاغلی غالب وايي، د ولسمشر اشرف غني د لارښونې له مخې د افغانستان د انرژۍ د سکتور د خصوصي کولو په پروګرام کار پیل شوی دی.

د نوموړي په وینا د دوبی په کانفرانس کې به هغه پروژې پانګونې ته وړاندې کېږي چې افغان دولت يې په راتلونکو پینځو کلونو کې د بشپړولو پلان لري.

ایا نړیوالې کمپنۍ به د دې پروژو د ترسره کولو لپاره امنیتي ملحوضات او اندیښنې ونه لري؟

د اوبو او انرژۍ د وزارت مرستیال په دې اړه وايي:

"الحمد الله موږ د انرژۍ د تولیدېدو د پروژو په برخه کې امنیتي ګواښ نه دی لرلی. همدا مهال د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت زموږ او د بریښنا شرکت پروژې تر کار لاندې دي."

د افغانستان د انرژۍ د سکتور په اړه د دوبی دوه ورځنۍ کانفرانس په کابل کې د امریکا د سفارت او د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايې ادارې یا یو.ایس ای ډي له‎خوا په همکارۍ جوړېږي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دوبی په کانفرانس کې ډیری ګډون کوونکی کمپنیانې د هند، ترکيې، چین مالیزیا او د امریکا د متحده ایالاتو دي.

XS
SM
MD
LG