د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

نایاب: د ازرګان پر ترینکوټ حمله کې ۳۲ وسله‎وال طالبان وژل شوي


د ارزګان پر مرکز ترینکوټ د وسله‎والو طالبانو حمله کې ۳۲ وسله‎وال طالبان او ۶ پولیس وژل شوي چې ۲۲ وسله‎وال طالبان او درې پولیس ټپیان شوي هم دي.

د ارزګان والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، شاوخوا ۴۰۰ وسله‎والو تېره ورځ پر یوه وخت پر مرکز ترینکوټ له څلورو خواوو جګړه پيل کړه.

د ده په وینا چې تېره شپه جګړه په ټولو سیمو کې پر شا تمبول شوې ده، خو لا هم افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

د والي ویاند وايي چې جګړه کې ۳۲ وسله‎وال طالبان او شپږ پولیس وژل شوي، ۲۲ وسله‎وال طالبان او درې پولیس ټپیان شوي دي.

ښاغلي نایاب زیاته کړه:

"جګړه اوس پای ته رسېدلې خو زموږ امنیتي سرتېرو د مرکز ترینکوټ شاوخوا سیمو کې امنیتي کمربند جوړ کړی او په دفاعي حالت کې دي. تر ماښام ناوخته پورې چې جګړې دوام درلود د دښمن ۳۲ وسله‎وال وژل شوي ۲۲ ټپیان شوي د بده‎مرغه زموږ شپږ سرتېري شهیدان او درې نور ټپیان شوي."

چارواکي په دغې جګړه کې یوازې د یوې پوستې د سقوط خبر تائیدوي خو وسله‎وال طالبان ادعا کوي چې په دغې جګړه کې یې مرکز ترینکوټ ته نېږدې شپږ پوستې له افغان ځواکونو نیولي دي.

دغه‌راز په تېرو دوو ورځو کې د ارزګان پر ګېزاب ولسوالۍ هم وسله‎والو طالبانو حملې کړي چې چارواکي يې د تلفاتو په اړه معلومات نه‌ورکوي.

وسله‎وال طالبان په دغو جګړو کې د لسګونو افغان سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG