د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

چاپ شوي کتابونه کندهار ته ولې نه انتقالېږي؟


کندهار کې نوی تعلیمي کال پر داسې مهال پیل شو چې د دې ولایت دوه لکه دوه اویا زره زده کوونکي درسي کتابتونه نه لري.

بل‌خوا د پوهنې وزارت، د کندهار د ښوونځیو لپاره زرګونه جلده کتابتونه چاپ کړي خو تر اوسه يې نه‌دي انتقال کړي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی سید احمد سیلاب چې د دغه کتابتونو د انتقال لپاره يې هڅې کړي وايي، وزارت په یوه او بله بهانه د دغه کتابونو په انتقال کې ځنډ او خنډ پېښوي.

په کندهار کې د ازادي رادیو خبریال صادق رښتینی، د ښاغلي سیلاب سره مرکه کړې، او په سر کې يې پوښتنه کړې چې د کندهار لپاره په څومره شمېر کتابونه چاپ شوي او ولې دغه کتابونه کندهار ته نه انتقالېږي؟

دا مرکه لاندې لنک په کېکاږلو اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG