د سعودي عربستان لوی مفتي عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ ویلي چې ایرانیان مسلمانان نهدي.
د سعودي عربستان لوی مفتي دا خبره په خپل هېواد کې د حج مراسمو په اړه د ایران د ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي د وروستیو څرګندونو په ځواب کې کړې ده.
شیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ پرون سې شنبې له یوې سعودي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې ایرانیان د "مجوس" اولادونه دي او د هغه په وینا له مسلمانانو په ځانګړي ډول له سنیانو سره د ایرانیانو دښمني اوږد تاریخ لري.
مجوس د زردشت د دین او نورو هغو باورونو پیروانو ته ویل کېږي چې د "اور" عبادت کوي.
تېر کال د حج مراسمو پر مهال لږ تر لږه ۲۲۰۰ تنه مړه شوي و چې زیاتیې ایرانیان وو.
د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي روانه اوونۍ پر خپله ویبپاڼه ولیکل چې د سعودي چارواکي له هغو کسانو سره چې د حج لپاره ورځي ظالمانه چلند کوي.
خامنهیي په دې اړه چې د مکې او مدینې د چارو مسؤلیت چاته وسپارل شي د بیا غور وړاندیز هم وکړ.
د ایران حکومت د حج په مراسمو کې د خپلو وګړو د امنیت په اړه له سعودي چارواکو سره د مذاکرو تر ناکامۍ وروسته، سږ کال حج ته پر تګ بندیز اعلان کړ.