د لاسرسي لېنکونه

په اقتصادي برخه کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی وایي، هېواد یې لېوالتیا لري چې افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

اکبر ترکان نن په کابل کې د افغانستان او ایران څلورم ګډ نندارتون په اړه جوړ شوي مراسمو کې له ایراني پانګه‎والو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي وویل چې دا کار به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ توازن برابر کړي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکي هم د بهرنیو پانګه‎والو په پانګونې خوښي څرګندوي او وایي چې دوی به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG