د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

ارمان ملي: څه ډول پېښه کې ممکنه ده چې یو چارواکی استعفا وکړي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې کابل کې د دفاع وزارت مخې ته د پرونیو انتحاري حملو په اړه چې په لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته یو شمېر مطالب لیکلي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه خپله سرمقاله داسې پیل کړې، بیا هم وحشت بیا هم غندنې او همدردۍ.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې امنیتي چارواکي د تل په څېر دا پېښه غندي، د څېړنو خبره کوي، دښمن وحشي او قاتل ګني، د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوي.

د خلکو سره دا پوښتنې دي چې دا بریدونه څنګه کېږي او ولې یې مخه نه نیول کېږي؟

څنګه وسله‎والو توانېږي چې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د کابل ښار دومره مهمې سیمې ته ورسوي؟

د کابل په دروازو کې زموږ امنیتي ځواکونه څه کوي؟

په ښار کې دننه په ځانګړي ډول د دفاع وزارت په څنګ کې امنیتي چک پاینټ څه کوي؟

زموږ امنیتي سرچینې ولې د دغه ډول بریدونو په تړاو مخکې له مخکې معلومات نه تر لاسه کوي؟

د سر مقالې لیکوال لیکلي، امنیتي چارواکي دې نور دې پوښتنو ته ځواب ووايي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې که څه هم د جګړې په ډګرکې د افغان ځواکونو مېړانه د ستاینې وړ ده خو له دې سره سره امنیتي او کشفي ارګانونه باید هڅه وکړي چې کوم اعتماد او پرستیژ چې د خلکو تر منځ لري هغه وساتي.

انیس په خپله سرمقاله کې لیکلي چې مخالفین هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره ځانونه په رسنیو کې مطرح او د خپلو په شا شویو کسانو روحیه پیاوړې کړي.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه به خپله سر مقاله کې لیکلي چې په داسې حال کې چې مخالفینو په کابل کې د وینو لښتي جاري کړي، خو هیڅ یو امنیتي چارواکي د کم کارۍ او په دنده کې د پاتې راتللو احساس نه دی کړی او نه یې په داوطلبانه توګه استعفا ورکړې ده.

د ارمان ملي سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې په څه ډول شرایطو او څه ډول پېښه کې ممکنه ده چې یو امنیتي چارواکی استعفا وکړي؟

په سر مقاله کې راغلي چې پرونۍ پېښې ته په کتنه امنیتي مسؤلین باید په داوطلبانه ډول استعفا وکړي او هغو کسانو ته زمینه برابره کړي چې د دغه کار وړتیاوې لري.

XS
SM
MD
LG