د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن په دې اړه چې ښایي روسیه پر ډیموکراټ ګوند او د انتخاباتو پر دولتي سیسټم په انټرنیټي یا سایبري حملو سره د امریکا په انتخاباتو کې مداخله وکړي، ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

کلېنټن دا څرګندونې پرون هغو خبریالانو ته وکړې له دې سره د انتخاباتي کمپاین په الوتکه کې سپاره و.

کلېنټن وویل، دې ته په پام سره چې زموږ د استخباراتو متخصصین اوس دغه مسئله څېړي او هغه جدي بولي، دا زموږ د انتخاباتو په پروسه کې د روسیې د بالقوه مداخلې په اړه جدې پوښتنې راپورته کوي.

کلېنټن وویل، موږ دې ته ډېره اندیښنه لرو او زیاته یې کړه چې موږ تر اوسه هېڅکله نه دي لیدلي چې یو بهرنی سیال قدرت دې زموږ د انتخاباتو په پروسه کې مداخله کړې وي.

کلېنټن وویل، رقیب یې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالد ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او نورو ډیکټاتورانو ته عجیبه کشش یا لیوالتیا لري او غواړي له روسیې سره کار وکړي یا هم دا هېواد مداخلې ته هڅوي.

کلېنټن د ټرمپ د جولای د میاشتې وینا ته اشاره وکړه چې پر روسیې یې غږ کړی و چې دی هیله من دی چې تاسې هغه ۳۰ زره ایمیلونه وموندی چې ورک شوي دي.

ټرمپ دغه وینا د هغه خبر له خپرېدو وروسته وکړه چې ویل شوي و د ډیموکراټ ګوند ایمیلونه هک شوي دي.

XS
SM
MD
LG