د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې حصارک ولسوالۍ د طالبانو له‌خوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخ ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، د حصارک ولسوالۍ په څنډو کې طالبان موجود دي، خو د ده په وینا د امنیتي ځواکونو سره د جګړې توان نه‌لري.

د ننګرهار د والي ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د شنبې په ورځ یو شمېر رسنیو د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف له قوله راپور ورکړ چې ولسوالۍ د طالبانو له‌خوا کلابنده ده او په‌کې یوازې کومانډو ځواکونه پراته دي.

د ننګرهار د والي ویاند وویل، دا مهال په دې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه پر وسله‌والو برلاسي دي او ډېر ژر به وسله‌وال له هغو سیمو په شاه شي چې دا مهال‌یې په‌کې مورچلې نیولي.

XS
SM
MD
LG